Embassy News

د ارواښاد استاد سعد الدین شپون له مړینی سره د پښتو نثر یو ستر څلی را ونړید او دمعاصر ادبی هنر یو غروو چی را پریوت

Tuesday September 12th, 2017

 

د ارواښاد استاد سعد الدین شپون له مړینی سره د پښتو نثر یو ستر څلی را ونړید او دمعاصر ادبی هنر یو غروو چی را پریوت . لوی خدای دی د هغه ارواښاد او یاد تلپاتی لری او درنی کورنۍ ته یی د زړه تسلی او اجرونه ورکړی . زه د استاد له لیکنو سره هان د ښوونځی په کلونو کی آشنا سوم خو دی می هغه ښه وپیږاند چی شل کاله د امریکا غږ په خپرونو کی سره همکاران شوو. سخته سحر وزمه قلم یی درلود چی سوچه پښتو ادبی شاهکارونه یی خلقول .ما به اکثره تری غوښتنه کوله چی د خدای په خاطر قلم له گوتو مه لیری کوه چی سخته ښی لیکنی تری راوزی او څو ځلی می په استعاره ورته ویلی وو چی (گل بدست تو از شاخ تازه تر ماند ) . په دی لنډو میاشتو کی ده زما په وروستی کتاب باندی د تبصری په ضمن کی همدا استعاره په مهربانی او لوریینی ماته غبرګه کړی وه خو هرګوره قلم دده په لاس کی شګلی شکاریده .د استاد شپون لیکنی هغه بی ساری خزانی دی چی تل به پښتو ادب پری شتمن او شکلی وی.

 

علی احمد جلالی


Top